CRI Online

د چين په دوهم وارداتي نړيوال نندارتون کې به د ګډون کوونکو تصديو او نندارچيانو شمېر د لومړي نندارتون په نسبت لا زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-18 16:17:34

د چين په دوهم وارداتي نړيوال نندارتون کې به د ګډون کوونکو تصديو او نندارچيانو شمېر د لومړي نندارتون په نسبت لا زيات شي

د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون به د راتلونکی نومبر مياشتې په ۵مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شي، اوس بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي.

د دغه نړيوال نندارتون په اړه د ادارې مرستيال مشر سون چنګ های وويل، تر اوسه څه باندې ۶۰ هېوادونو تصديق کړې چې په دغه نندارتون کې به برخه واخلي، د فرانسې او ايټاليا په شمول ۱۵ هېوادونه به د مهمو مېلمنو هېوادونو دندې پر غاړه ولري. تصديو په فعاله توګه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، د شلو هېوادونو ډلې ټول غړي، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زياتره پراته هېوادونه او ۴۰ ډېر وروسته پاتی هېوادونه او سيمې به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي چې پراخوالی يې د تېر کال په نسبت لا زيات دی. په سږني نندارتون کې د ګډون کوونکو تصديو او نندارچيانو شمېر به ټول د تېر کال د لومړۍ دورې وارداتي نړيوال نندارتون په نسبت لا زيات شي. (هيله)

د لومړۍ دورې وارداتي نړيوال نندارتون په اړه مالوماتي عکس 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای