د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې رياست د اکتوبر په ۱۸مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په تېرو دريو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت نهه شپېته زرو اوه سوو نهه اويا مليارډو اته سوو ميليونو يوانو ته رسېدلی چې له کابو ۹۹۶۰ مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دی، دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 6.2 سلنه زيات شوی دی. د عرضې په برخه کې صنعتي توليد دوامداره وده کړې او د تقاضا له لحاظه په بازارونو کې پلورنې ثابت زياتوالی کړی. په عين وخت کې د خلکو د عايداتو زياتوالی عموماً له اقتصادي زياتوالي سره ورته سرعت ساتلی.
د چين د شمېرنې رياست وياند ماو يونګ شنګ وويل، چين به په راتلونکې کې د اقتصاد ثابت پرمختګ ته لا ډېره پاملرنه وکړي، له ننګونو سره د مقابلې په اړه به د چين د اقتصاد توان پياوړی کړي او د اقتصاد د کمزوري کېدو فشار په لرې کولو سره به د اقتصاد دوامداره او هوسا پرمختګ وهڅوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |