CRI Online

د ای اېم اېف رئيسه ريستالينا ګورجيوا : د سوداګريزو مسئلو حل وفصل ته به لومړيتوب ورکړو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-18 16:38:44

د ای اېم اېف يعنې د پيسو د نړيوال صندوق رئيسې ريستالينا ګورجيوا د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه په خپلو خبرو کې وويل چې د نړيوالې اقتصادي ودې د ټيټېدو په حال کې به د سوداګريزو مسئلو حل وفصل ته لومړيتوب ورکړي او پدې برخه کې به زياتې ښې تګلارې غوره کړي.

نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۱۹ کال د مني لپاره د ای اېم اېف او نړيوال بانک په مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل:

(( د بېلابېلو هېوادونو او سيمو کورنی توليدي ارزښت ښيي چې د نړۍ د نږدې ٪90 سيمو اقتصادي ودې مخ په ټيټېدو دي. ما وړاندې کلنۍ غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې له دې څخه ښکاري چې د نړۍ د بېلابېلو سيمو اقتصادي ودې په يو وخت کې ټيټېږي او سوداګريز جنجالونه،د جيوپوليټيک تاوتريخوالي او له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو اغېزه عمده لاملونه دي.))

ای اېم اېف د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه د نړيوالې اقتصادي ودې د لرليد په اړه يو نوی راپور خپور کړ او په خپله وړاندوينه کې يې د روان کال لپاره نړيواله اقتصادي وده له ٪3.2 څخه ٪3 ته راټيټه کړې ده، دا به د ۲۰۰۸ کال له نړيوال پولي بحران څخه راپدې خوا تر ټولو کمه وده وي. همدارنګه ای اېم اېف د ۲۰۲۰ کال لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه له ٪3.5 څخه ٪3.4 ته راټيټه کړې ده.

ئيسې ګورجيوا وويل، ای اېم اېف به د سوداګريزو مسئلود حل ،د پيسو له تګلارو څخه ښې استفادې، د مالي تګلارو د رول لوبولو،د اقتصادي جوړښت اصلاحاتو او د اړوندو نړيوالو همکاريو پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړي او پدې برخه کې به زياتې تګلارې غوره کړي. نوموړې د سوداګريزو مسئلو د حل په اړه وويل:

((تر هرڅه لومړی به د سوداګريزو جنجالونو د منفي اغېزو له منځه وړلو ته لومړيتوب ورکړو او د نړيوال سوداګريز سيستم د اصلاح لپاره به پلان جوړ کړو. چين او امريکا تېره اوونۍ له اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو وروسته اړوندې څرګندونې وکړې او دا زما لپاره د خوښې وړ دي. په روانه اوونۍ کې د ای اېم اېف کلنۍ غونډه بېلابېلو غاړو ته د سوداګريزې جګړې د درولو او د سوداګريزې سولې د رامنځته کولو فرصتونه برابروي .))

ګورجيوا همدارنګه زياته کړې چې ای اېم اېف اټکل کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې ښايي د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي جنجالونو له امله په نړيواله اقتصادي وده کې ٪0.8 ټيټوالی راشي، خو په تېره اوونۍ کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د لاسته راوړنو له کبله به ياد زيانونه ٪0.2 کم شي. نوموړې وويل:

((نن موږ نه يوازې اقتصادي لاسته راوړنې لرو، بلکې سوله مو هم ترلاسه کړې ده. پخوانۍ تجربې مو ښيي چې سوداګري د اقتصادي ودې، کار موندنې ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د نړيوالې سولې لپاره ګټوره ده. د اړوندې پلټنې نتيجه ښيي چې که چېرې د هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ موجود وي، نو د دوی ترمنځ شخړې به کمې شي، دغه راز په هغه موده کې چې پکې بېلابېلو هېوادونو ګڼ سوداګريز تړونونه لاسليک کړي، د شخړو له امله د زيانمنو کسانو په شمېر کې ٪94 کموالی راغلی دی. ))

مېرمن ګورجيوا په خپلو خبرو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بېلابېل هېوادونه دې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره ګډې همکارۍ وکړي څو د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند سويې د لوړولو موخې پوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای