د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د امريکا له مرستيال ولسمشر مايکل پنس سره په پلازمېنه انقره کې ليدنه وکړه. دواړو خواوو د سوريې په شمال د ترکيې د پوځ د لنډمهالي اوربند او د امنيتي سيمې د جوړونې په اړه تړون لاسليک کړی دی. پنس وويل، که اوربند پر ځای شي، نو امريکا به پر ترکيې باندې بنديزونه لغوه کړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولوت کاوسوګلو وويل، د دې هېواد پوځ يوازې د لنډمهال لپاره عمليات بند کړی. يوازې کله چې د سوريې د کورد وسلوال (( د خلکو ساتنې ګروپ)) او د کورد د کارګرو ګوند د سوريې له شمال څخه ووزي، ترکيه به له اوسنيو پوځي عملياتو څخه لاس واخلی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |