د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې په امريکا کې د چين د ميشتو ډيپلوماتانو د عادي کاري فعاليتونو په اړه اضافي غوښتنې کړې دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په اتلسمه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې په دې اړه په ځواب کې له امريکا څخه د تېروتنې د سمولو غوښتنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د امريکا د ياد عمل په اړه به ورته متقابل غبرګون وښيي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې په امريکا کې له چيني ډيپلوماتو څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا له ځايي چارواکو سره تر کتنې او له ښوونيزو او څېړنيزو ارګانونو څخه تر ليدنې مخکې دې دغه وزارت ته خبر ورکړي.
ګنګ شوانګ د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې له امريکا څخه غوښتنه کوو چې تېروتنه دې سمه کړي او سمدلاسه دې پر چيني ډيپلوماتانو محدوديت لغوه کړي، دا د مسئلې د حل يوازېنۍ لاره ده. برابري د ډيپلوماتيکو چارو اصل دی، موږ به ورته متقابل غبرګون تر سره وکړو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |