CRI Online

تبصره: د ستونزو او ننګونو په وړاندې د چين اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-18 19:49:25

د چين د شمېرنې ملي ادارې د اکتوبر په اتلسمه نېټه معلومات خپاره کړل چې له مخې يې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو ارزښت ۶۹ زره ۷۷۹مليارډه او ۸۰۰ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۶.۲ سلنه زيات شوی، اقتصادي حالت ثابت دی او اقتصادي جوړښت د ښه کېدو په حال کې دی. په داسې وضعيت کې د چين اقتصادي پرمختګ ساده کار نه دی چې په نړۍ کې اقتصادي پرمختګ ورو شوی، يو ځل بيا دا تائيد شوې چې د چين اقتصاد ثبات او باکيفيته پرمختګ د موندلو په بهير کې له ننګونو سره د مبارزې لوړ توان لري. که څه هم د زياتوالي انډول د پرخوانيو شمېرو په پرتله منځنی دی، خو چين لا هم د نړۍ تر نورو عمده اقتصادي ځواکونو مخکې دی.

د چين اقتصاد له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې له ډېرو ستونزو څخه تير شوی او پرمختګ يې موندلی او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدمت انډول له ۲۰۰۶ کال څخه په مسلسلو ۱۳ کلونو کې لومړی مقام نيولی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای