د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د پيچليو نړيوالو حالاتو سره سره د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين اقتصادي ثبات ساتل شوی او مهم اقتصادي شاخصونه ښه دي. چين د کوښښونو له لارې د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده موخې او دندې تر سره کولی شي.
لي که چيانګ په همدې ورځ د لويو نړيوالو شرکتونو د مسئولينو په شمول د صنعتي چارو د نړيوالې معلوماتي کمېټې له غړو سره په ناسته کې ګډون وکړ.
لي که چيانګ وويل، د چين حکومت به د مالياتو او فيسونو د کمولو په شمول د بېلا بېلو تګلارو له لارې د پرمختللي توليدي صنعت لپاره زمينې برابرې کړي. د نړيوالو صنعتي شرکتونو هرکلی کوو چې د چين د ورخلاصون د پياوړتيا له فرصت څخه ګټه واخلي او د چين په بازارونو کې د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |