CRI Online

شي جين پينګ د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع څانګو او پوځونو له مشرانو او د نظامي سپورټ د نړيوالې شورا له چارواکو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-18 20:53:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د اتلسمې نېټې په ماسپښين په وو هان ښار کې د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع څانګو او پوځونو له مشرانو او د نظامي سپورټ د نړيوالې شورا له چارواکو سره وکتل چې دوی د عسکرو د ۷مې دورې په نړيوالو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره چين ته راغلي.

شي جين پينګ وويل، چې سپورټ د ټولنې او انسانانو د پرمختګ مهمه نښه بلل کيږي او د کلتوري تګ راتګ مهمه برخه ده. د چين پوځ غواړي چې د دې لوبو له لارې د نړيوالې نظامي همکارۍ نوښت او پياوړتيا وهڅوي، د نورو هېوادونو له ځواکونو سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای