CRI Online

د عکسرو د ۷مې دورې نړيوالې سپورټي لوبې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-10-18 21:23:06

د عسکرو د ۷مې دورې نړيوالې سپورټي لوبې د اکتوبر د ۱۸مې نېټې په شپه د چين په وو هان ښار کې پيل شوې. د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو نژدې لس زره عسکران په لوبو کې ګډون لري چې پيمانه يې د تېرو دورو په پرتله لويه ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د دغو لوبو د پيل اعلان يې وکړ.

د څه باندې ۵۰ هېوادونو د دفاع وزيرانو، نظامي قوماندانو او په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو نظامي اتاشه ګانو د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

(د پرانيستونکو مراسمو عکسونه )

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای