د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر يانګ جيه چه د اکتوبر له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د برازيل په برازيا کې د امنيتي چارو په اړه د بريکس هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ۹مه غونډه کې ګډون وکړ. د دغې غونډې موخه په نومبر کې د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې لپاره د سياسي چمتوالي نيول دي. د برازيل ولسمشر جاير بولسونارو د بېلا بېلو پلاويو له مشرانو سره وکتل.
بولسونارو د بريکس هېوادونو مشرانو ته نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې او هيله يې وښودله چې په برازيا کې د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره وګوري. هغه وويل، چې په ياده غونډه کې د ګډونوالو استازو له باکيفيته بحثونو څخه د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لوړه سويه ښکاره شوه.
يانګ جيه چه وويل، بريکس هېوادونه بايد د نړۍ د پيچليو بدلونونو پر وړاندې يووالی وساتي او پر له پسې همکارۍ دې وکړي.
د يادې غونډې ګډون کوونکو له ترهګرۍ سره د مبارزې، انټرنيټي امنيت او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |