CRI Online

د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-19 16:38:39

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په دوربان کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

رامافوسا د وانګ يي په وسيله د چين دولت رئيس شی جين پينګ ته نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې او څرګنده يې کړه چې جنوبي افريقا له چين سره هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له چين سره په مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي. جنوبي افريقا غواړي چې د هېواد د ادارې په برخه کې له چين سره تجربې شريکې کړي، د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې ګډون او د دواړو خواوو د اړيکو د لا ټينګتيا هڅونه وکړي.

وانګ يي ولسمشر رامافوسا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې او څرګنده يې کړه چې شي جين پينګ له ولسمشر رامافوسا سره څو ځلې ليدنې وکړې او يو لړ مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړي چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ لپاره يې ستراتيژيکې لارښوونې جوړې کړې دې. چين او جنوبي افريقا دواړه د لويو پرمختيايي هېوادونو او نويو سمسورو بازاري هېوادونو نماينده ګي کوي او دغه ذات البيني اړيکې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري او د پرمختيايي هېوادونو د ځواکونو د پياوړتيا او د نړيوالې سولې او ثبات د پرمختګ لپاره رول لري. چين غواړي چې د چين او افريقا د همکاريو فورم او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له جنوبي افريقا سره د پرمختګ ستراتيژي ونښلوي، په جنوبي افريقا کې د چيني تصديو د زياتو پانګونو هڅونه به وکړي او له جنوبي افريقا څخه به د ښو کرهنيزو توليداتو او صنعتي توليداتو واردات زيات کړي. چين غواړي د جنوبي افريقا دايمي باوري دوست وګرځي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای