CRI Online

شي جين پينګ په چينګ داو کې د نړيوالو شرکتونو لومړۍ سرمشريزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-19 16:39:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چينګ داو کې د نړيوالو شرکتونو لومړۍ سرمشريزه غونډه د اکتوبر په نولسمه نېټه د چين د شان دونګ ولايت په چينګ داو کې پرانيستل شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره کړې چې نړيوالو شرکتونو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق په ۴۰ کلونو کې د مهمو ګډون کوونکو، شاهدانو او ګټه اخيستونکو په توګه مثبت رول لوبولی دی.

په دغه پيغام کې شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې په چين کې به ورخلاصون لا پياوړی شي، سوداګريز چاپيريال به لا ښه شي او نړيوالو شرکتونو ته به نور زيات فرصتونه برابر شي. د نړيوالو شرکتونو هرکلی کوو چې په چين کې پانګونې وکړي او ګډې ګټې تر لاسه کړي.

د نوموړې غونډې په ترڅ کې به د تړلو دروازو تر شا ناستې، اړوند فورمونه او فعاليتونه هم تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای