CRI Online

چين د اقتصاد د عمومی حالت د ټاکلي هدف عملي کولو توان لري

cri     (GMT+08:00) 2019-10-19 20:35:20

د چين مرستيال صدراعظم ليو هه د اکتوبر په نولسمه نېټه د ۲۰۱۹ کال د VR چارو په نړيواله غونډه کې د يوې وينا په ترڅ کې درې فعالې نښې خپرې کړې: هغه بنسټيز حالت لا هم شته چې د چين اقتصاد به په اوږد مهال کې پرمختګ ومومي، د چين او امريکا د تجارتي سلامشورو په زياتو ساحو کې واقعي پرمختګونه تر لاسه شوي او د پړاويز تړون د لاسليکېدو لپاره مهم بنسټ اېښودل شوی دی، چين د اقتصاد د عمومي حالت د ټاکلي هدف د عملي کولو توان لري او پر ځان پوره باور لري. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی چې دغه سرعت د نړۍ په عمده اقتصادونو کې مخکښ مقام نيسي او د اقتصادي خطرونو د مخنيوي په برخه کې د چين ټينګ توان او د چين د حکومت لخوا په معقوله توګه د تګلارو د استفادې توان څرګندوي.

د چين او امريکا تر منځ د سوداګريز اصطکاک په هکله په يوه ليکنه کې راغلي چې چين او امريکا موافقه کړې چې د سوداګريز جنګ پای ته رسيدل د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره ګټور دی. که نړيوال حالات هر څنګه بدليږي، چين د فعال اقتصاد پياوړي بنسټونه لري او د اقتصاد د پرمختګ ټينګ توان، د اقتصاد د عمومي کنترول کافي تګلارې لري. نو چين پوره باور او توان لري چې له ننګونو سره مقابله وکړي، د اقتصاد د عمومي حالت د ټاکلي هدف عملي کول تامينولی شي او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ هڅونه به وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای