CRI Online

دوه ګونې معيارونه برعکس ځان ته ماتې ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-20 17:00:19

(د هاسپانيا په کاتالونيا سيمه کې )

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې چې دوه ګونې معيارونه برعکس ځان ته ماتې ورکوي.

په دغه ليکنه کې راغلي چې په دې وروستيو ورځو کې د هاسپانيا په کاتالونيا سيمه کې په هانکانګ کې د زور زياتي ناقانونه کړو وړو ته ورته پيښه رامنځته شوې ده، خو په داسې حال کې د بريتانيا او امريکا حکومتونه ارام ناست دي او مخکې به يې په هانکانګ کې د زور زياتي کړو وړو ته نوره هم لمن وهله. ځينو لويديځو خبري رسنيو په هانکانګ کې د زور زياتي کړنو تر سره کوونکي کسان هڅول، خو دا ځل يې په هاسپانيا کې د زور چلوونکو غندنه کوله او د دغه هېواد له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې پر وړاندې يې سمدستي مقابله وکړي.

په ليکنه کې پر دې ټينګار شوی چې ورته پيښه په هانکانګ کې رامنځته شوې وه، لويديځيانو ديموکراتيک فعاليت نوم ورکاوه خو نن په هاسپانيا کې يادو کړنو ته د زور زياتي ترينګلتيا نوم ورکوي. لويديځ هېوادونه دغه دوه ګونې معيارونه اجرا کوي، تش په نامه ازادي او ديموکراسي يوازې د ځان په ګټو څرخوي او د هانکانګ په چارو کې د دوی د لاسوهنې رياکاري څرګندوي. لويديځ هېوادونه د شخصي ګټو پر بنسټ په هانکانګ او هاسپانيا کې د زور زياتي کړنو په اړه دوه ګونې معيارونه غوره کوي چې په حقيقت کې ډبرې پورته کوي او پر خپلو پښو يې راغورځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای