د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د بريتانيا د پارلمان د مشرانو جرګې د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د ۳۲۲ موافقو رايو او ۳۰۶ مخالفو رايو په ورکولو سره د خپلواک پارلماني غړي اوليور ليتوين لخوا وړاندې شوې تعديل نامه تصويب کړه. د دغې تعديل نامه له مخې د بريتانيا حکومت دې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په تړون کې د اړوندو محتوياتو تقنيني اجنډا بشپړه کړي او وروسته دې دغه تړون پارلمان ته وړاندې شي. له دې څخه څرګنديږي چې د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسون بايد له اروپايي ټولنې څخه د وتلو غوښتنه بيا وړاندې کړي، که نه، قانوني مسئله به رامنځته شي. پر ځايي وخت د اکتوبر د ۱۹مې نيټې په شپه د بريتانيا لومړي وزير جونسون د اروپا د شورا رئيس ډونالډ توسک ته د پيغام په استولو سره له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو وخت د ځنډ غوښتنه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |