CRI Online

د انټرنيټ ۶مه نړيواله غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-20 17:05:46

د سين هوااژانس د خبرله مخې، د انټرنيت ۶مه نړيواله غونډه د اکتوبر په ۲۰مه نېته د جه جيانګ ولايت په وو جن کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د اطلاعاتو وزير هوانګ کون مينګ د غې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست او يوه وينا يې هم وکړه.

هوانګ کون مينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې وړاندې شوي نظرونه د انټرنيټ د پرمختګ د تمايل ژورې څيړنې او د انسانانو د ګډو ګټو زياتوالي ته لوړه پاملرنه څرګندوي او د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک د ټولنې جوړولو په ترڅ کې د چين او نړۍ د ګډې همکارۍ د صميمي هيلې ښودنه کوي.

هوانګ کون مينګ وويل، روان کال د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې او د انټرنيټ د رامنځته کېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی. په داسې وخت کې بايد د پرمختګ فرصتونه ونيول شي، په فعاله توګه له خطرونو او ننګونو سره مقابله وشي اوداسې انټرنيټي فضا جوړ شي چې د پرمختګ، امنيت او د ګډو ګټو ټولنې په توګه ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای