د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزير مارک ايسپير د اکتوبر په ۱۹مه نېټه وويل، ۱۰۰۰ امريکايي سرتيري چې د سوريې له شمال ختيځ څخه وايستل شول، د عراق په لوېديځه سيمه کې به ځای پر ځای شي او د داعش پر ضد مبارزه کې به ګډون وکړي.
د امريکا د دفاع وزارت په ۲۰مه نېټه افغانستان ته د سفر په وخت کې د خبريالانو پوښتنو ته د ايسپير لخوا ورکول شوي ځوابونه بهر ته ورکړل. ايسپير وويل، د ايستلو کار به د څو اوونيو لپاره دوام ولري. د دفاع په برخه کې له عراق سره مرسته او په پر له پسې ډول له داعش سره مبازره د دوی دنده ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |