CRI Online

د بېجينګ د شيانګ شان د ۹مې دورې فورم د هر کلي مېلمستيا تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 10:52:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د شيانګ شان د ۹مې دورې فورم د هر کلي مېلمستيا د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په شپه تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د مرکزي پوځي کميټې مرستيال رئيس شو چي ليانګ په ياده مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

د مرکزي پوځي کميټې غړي ، د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وی فنګ هه او د مرکزي پوځي کميټې غړي او د پوځي کميټې د ګډ درستيز مشر لي ځوه چنګ هم په ياده مېلمستيا کې ګډون کړی و.

شو چي ليانګ وويل چې ياد فورم په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدو راهيسې تل د "ازادۍ ،جامعيت، دوه اړخيز تفاهم او همکارۍ" مفکورې ته ژمن دی او په نړۍ کې د امنيتي خبرو اترو يو مهم ميدان ګرځېدلی دی.

اوس نړۍ په تېرو سلو کلونو کې د لوی بدلون په حال کې ده. د داسې لوی پرمختګ ، لويو اصلاحاتو او لويو ترميمونو په وړاندې د اسيا او ارام سمندري سيمې سوله ييز چاپيريال ته اړتيا لري او نړۍ د اسيا او ارام سمندري سيمې ثبات ته اړتيا لري. سوله او ثبات ژورو خبرو اترو او همکاريو ته اړتيا لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای