CRI Online

د چين طرحه د انټرنېټي فضا د ګډ برخليک د ټولنې جوړولو کې مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 10:54:54

د انټرنيت شپږمه نړيواله غونډه د اکتوبر په ۲۰مه نېته د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن کې پرانيستل شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه .هغه په ژوره توګه د انټرنېټ پرمختيايي امکاناتو تحليل کړی او څرګنده يې کړه چې دا د نړيوالې ټولنې ګډ مسؤليت دی چې انټرنېټ ښه پرمختګ وکړي ، ښه يې وکاروي او ښه يې اداره کړي ترڅو انسانانو ته لازياتې ګټې ورسوي. شي جين پينګ له بېلا بېلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په ګډه د انټرنېټي فضا نړيوالې حکومتدارۍ ته وده ورکړي او د انټرنېټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي. دا بيان د لوی هېواد ذهن او مسؤليت ښودنه کوي او د يادې غونډې ګډون کوونکو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.

روان کال د انټرنېټ د رامنځه کېدو له ۵۰ کلونو سره او انټرنېټ ته د چين د لاسرسي له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. په ۲۰۱۸ کال کې د چين ګرځنده تادياتو اندازه ۲۷۷زره ۴۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. ډيجيټلي اقتصادي پيمانه له ۳۰ زرو مليارډو يوانو څخه اوښتې ده او دغه رقم د چين د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې يو پر درېيمه برخه نيسي. په دې وروستيو کلونو کې د هېکرانو بريدونه ، د انټرنېټ څارنه او انټرنېټي تروريزم په مکرر ډول رامنځته شوی. ځينی هېوادونه د انټرنېټ تسلط تر سره کوي او د نورو هېوادونو پر انټرنېټي ټېکنالوژۍ او صنعت يې فشاونه اچولي چې د نړيوالې ټولنې انديښنې يې لاپسې زياتې کړې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای