CRI Online

د عراق د کرد خپلواکې سيمې چارواکي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې سوري کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 10:55:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کرد خپلواکې سيمې يو چارواکي د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وويل چې د سوريې په شمال کې د ترکيې پوځي عملياتو له پيل راهيسې زيات شمېر سوري کډوال عراق ته ننوتلي، نړيواله ټولنه بايد له دغو کډوالو سره مرسته وکړي.

د عراق د کرد خپلواکې سيمې د کورنيو چارو وزير احمد په همدې ورځ په ايربيل ښار کې د م م د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره وکتل. احمد تر کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې په شمالي سوريه کې د ترکيې د پوځي عملياتو له پيل راهيسې شاوخوا ۵ زره سوري کډوال د کرد خپلواکې سيمې ته تښتېدلي دي. په سوريه کې د حالاتو له خرابېدو سره سره ښايي نور کډوال به عراق ته راشي. هغه په عراقي حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې دغو کډوالو ته د استوګنې او په نورو برخو کې مرستې برابرې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای