CRI Online

ټرمپ به د اوو هېوادونو ډلې د راتلونکي کال د سرمشريزې غونډې ترسره کېدونکی ځای بيا انتخاب کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 11:00:36
ټرمپ به د اوو هېوادونو ډلې د راتلونکي کال د سرمشريزې غونډې ترسره کېدونکی ځای بيا انتخاب کړي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په شپه وويل، د ديموکرات ګوند د غړو او رسنيو د مخالفت له امله، هغه پرېکړه وکړه چې د اوو هېوادونو د راتلونکي کال سرمشريزه غونډه به په فلوريدا ايالت کې د ده د ګلف لوبې په شخصي کلب کې ترسره نه شي. امريکا به د دې سرمشريزې غونډې لپاره بل ځای انتخاب کړي.

ټرمپ په خپله ټيوټر پاڼه کې وويل، امريکا به د اوو هېوادونو ډلې د راتلونکي کال سرمشريزې غونډې لپاره بل ځای ولټوي، په مريلند ايالت کې د ولسمشر د رخصتۍ تېرېدو ځای داويد ديکليريشن کمپ د انتخابېدو په ساحه کې دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای