د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بېجينګ د شيانګ شان د ۹مې دورې فورم د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وويل چې سوله د انسانانو دايمي هيله ده. چين د خبرو اترو له لارې همکارۍ ته وده ورکوي ، د همکارۍ له لارې سولې ته وده ورکوي او د سولې له لارې د پرمختګ ډاډ ورکوي.
شي جين پينګ وويل چې د اسيا او ارام سمندري سيمې د دايمي سولې او ارامۍ ساتل د دې سيمې د هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د ټولو هېوادونو حکمت او قوت ته اړتيا لري.د پيچلو امنيتي ګواښونو په وړاندې بېلا بېل هېوادونه بايد په نژدې يووالي سره د م م په مرکزيت نړيوال سيسټم وساتي ، په دوامداره توګه د نوي ډول د امنيتي همکارانو اړيکې ټينګې کړي ، د امنيت جوړښت جوړولو ته وده ورکړي چې د سيمه ييز پرمختګ له واقعيتونو سره سمون ولري او د اسيا او ارام سمندري سيمې دايمي سولې او امنيت ته وده ورکړي څو د نړۍ سولې او پرمختګ د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لاستر خدمتونه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |