CRI Online

وانګ چي شان له اندونيزيا څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 15:53:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اندونيزيا د حکومت په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د اکتوبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له اندونيزيا څخه ليدنه وکړه. هغه د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او په جلا جلا توګه يې له ولسمشر جوکو ويدودو ، ولسمشر مرستيال محمد جوسف کالا او د نوي انتخاب شوي د ولسمشر مرستيال معروف امين سره وکتل.

د کتنې په ترڅ کې وانګ چي شان لومړۍ جوکو ته د دولت رئيس شي جين پينګ ګرمې مبارکۍ ، نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. وانګ چي شان وويل چې چين او اندونيزيا ښه ګاونډيان، دوستان او همکاران دي. په اسيا او نړۍ کې د پرمختيايي هېوادونو په توګه د دواړو هېوادونو د اړيکو اهميت دوه اړخېزې ساحې ته زياتوي. چين د ولسمشر جوکو څخه مننه کوي چې د چين او اندونيزيا د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښ کړی او په فعال ډول يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز پلی کړی او د اندونيزيا په پرمختيايي ستراتيژۍ کې برخه اخلي. جوکو وويل چې هغه د رئيس شي جين پينګ څخه مننه کوي چې د ده د لوړې په مراسمو کې يې د ګډون لپاره يې خپل ځانګړی استازی ورلېږلی دی. له دې څخه د چين او اندونيزيا ترمنځ نژدې اړيکې په بشپړ ډول څرګندېږي. د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وايم ، چين د لا پرمختګ او سمسورتيا هيله کوم او غواړم چين د نړۍ او سيمه ييزې سولې او ثبات په ساتنه کې لازيات خدمتونه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای