CRI Online

د کوريا جمهوريت په پلازمينه سئول کې د چين ورځې په نوم د اوومې دورې فعاليت ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 16:31:21
د کوريا جمهوريت په پلازمينه سئول کې د چين ورځې په نوم د اوومې دورې فعاليت ترسره شو

د (( سئول- چين ورځې)) په نوم فعاليت چې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د کلتور تبادلې په اړه کلنی فعاليت د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د کوريا جمهوريت د پلازمينې سئول په ډګر کې ترسره شو. د سږني فعاليت عنوان ((د چين ګوی جو ولايت ته کتنه)) و او په دې فعاليت کې د سندرو او نڅاوو، د چای کلتور او ځانګړو موسيقي الو په شمول د بېلا بېلو طريقو له لارې کوريايي نندارچيانو ته د ګوی جو ولايت د بېلا بېلو برخو ځانګړتياوې څرګندې شوې دي.

د ((سئول – چين ورځې)) په نوم کلنی فعاليت د کوريا په جمهوريت کې د چين د سفارت او د سئول ښاروالۍ لخوا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. په سږني فعاليت کې د پاملرنې وړ ټکی دا و چې کلتور له سيلانۍ سره پيوست شوی. د کلتور او هنر او د سيلانيزو چارو په اړه د چين اړوندو ارګانونو هم په دغه فعاليت کې ګډون کړی و او په ګډه يې د چين د کلتور او سيلانيزو سرچينو د څرګندولو لپاره يوه ځانګړې سيمه جوړه کړې چې د خطاطۍ ، انځورو او د چای چارو او ګلدوزي په شمول د غيرمادي ميراثونو د نندارو له لارې يې د چين عنعنوي کلتور نندارچيانو ته ښودلی. دغه فعاليت د سئول لسګونه زره ښاريان راجلب کړي دي.

د دغه کلتوري فعاليت په ترڅ کې د چين د رسنيو چارو په اړه کارکوونکې هان نالي چې مخکې يې په چين کې زده کړې دي، زموږ خبريال ته وويل چې هغه د چين ورځې په نوم د کلتوري فعاليت په اړه پوره باور او اميد لري.

((د سئول- چين ورځې په نوم فعاليت له ۲۰۱۳ کال څخه د هر کال په اکتوبر مياشت کې جوړېږي. په سر کې دغه فعاليت په سئول کې د تاريخي موزيم ته په نږدې سيمه کې جوړېده او محتويات يې دومره زيات نه وو. له دريو کلونو راهيسې دغه فعاليت د سئول په ډګر کې جوړېدل او له هغه وخت څخه يې محتويات هم زيات شوي. فکر کوم د سږني فعاليت ترتيبات ډېر ښه دي، رنګارنګ توکي د خرڅلاو په حال کې دي. ))

د کوريا خلکو ته د چين هنر او کلتور ښودل د دې فعاليت اصلي موخه ده. په سږني فعاليت کې د چين د غيرمادي ميراثونو څو تنو خپروونکو نندارچيانو ته دغه غيرمادي ميراثونه څرګند کړل، مثلاً د لرغونې موسقۍ اله ، لاسي ګلدوزي او داسې نور. برسيره پر دې، په سئول کې چيني الاصله بهرنيانو هم په دغه فعاليت کې رنګارنګ نندارې وړاندې کړې. د کوريا په جمهوريت کې د چين د سفارت کلتوري اتاشه او په سئول کې د چيني کلتور د مرکز مشر وانګ يان جون وويل

((د سئول- چين ورځې په نوم فعاليت له ۲۰۱۳ کال راهيسې په سئول کې د چيني کلتور د مرکز او د سئول ښاروالۍ په کوربتوب ترسره کېدونکی کلتوري فعاليت دی او سږ کال يې اومه دوره ده. زموږ د مسلسلو څو کلونو د کوښښونو له کبله، اوس د دې فعاليت اغېزه ډېره لويه شوې او د سږني فعاليت پيمانه بې ساري ده. نن ورځ کابو ۳۸ چيني ارګانونو او تصديو په دغه فعاليت کې برخه درلوده. د يادولو وړ ده چې سږ کال مو په لومړي ځل د چين له يوې سيمې يعنې ګوی جو ولايت سره همکاري کړې، نو سږنی فعاليت د (ګوی جو ته کتنه) تر عنوان لاندې ترسره شو. ))

په دغه فعاليت کې د ګوی جو ولايت د هنرمندانو ډلې لخوا وړاندې شوې د قومي ځانګړتيا په اړه يو لړ ځانګړې نندارې د نندارچيانو ډېرې پاملرنې جلب کړې. د ګوی جو ولايت د مطبوعاتي دفتر له رسنيو سره د تماس نيوونکې ادارې مشرې يانګ لي وويل

(( ګوی جو ولايت په دې وروستيو کلونو کې له کوريا جمهوريت سره تبادلې او همکارۍ ته ډېره پاملرنه کړې. تر اوسه د کوريا جمهوريت ۲۹ تصديو په ګوی جو ولايت کې پانګونې کړې او د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۲۶ زرو کوريا سيلانيانو ګوی جو ته سفرونه کړی. له دې څخه ښکاري چې د ګوی جو او کوريا جمهوريت ترمنځ همکارۍ مخ په ژورتيا دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای