CRI Online

د چين د اقتصاد د پرمختګ کيفيت د پر له پسې لوړتيا په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 19:17:23

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د اکتوبر په ۲۱مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: د چين د اقتصاد د پرمختګ کيفيت د پر له پسې لوړتيا په حال کې دی.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د نړيوال اقتصاد د نرمېدو په حال کې د چين د اقتصاد د زياتوالي سرعت لږ ورو شوی، خو دغه سرعت لا هم په مناسب چوکاټ کې دی. چين پوره باور او توان لري چې ټاکل شوې عمومي اقتصادي موخې ته ورسېږي. د اقتصاد د بېلا بېلو جامع ونډو له مخې، که کاري فرصتونه زيات شي، د اوسيدونکو ګټې زياتې شي، چاپيريال ښه شي او د پرمختګ کيفيت لوړ شي، دا به ومنل شي چې د اقتصاد د زياتوالي سرعت په مناسب چوکاټ کې به بدلون راشي. نړۍ بايد چين د اقتصاد پر راتلونکې باور ولري.

په دغه تبصره کې پر دې ټينګار شوی چې د چين د اقتصاد جوړښت د غوره کېدو په حال کې، د خلکو ژوند د ښه کېدو او د پرمختګ کيفيت د لوړېدو په حالاتو کې دی، نو تر اوږدې مودې پورې به د چين د اقتصاد د مثبت پرمختګ حالت بدل نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای