CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين او امريکا بايد د ګډو ګټو او نظريو لپاره خپلمنځي توپيرونه يوې خوا ته پرېږدي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-21 19:28:40

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د کتوبر په ۲۱مه نېټه وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ سيالۍ او توپيرونه هميشه موجود وي، خو موږ بايد خپل ماغزه له تعصب څخه لرې وساتو او زموږ اړيکې بايد تر شخړو او مقابلو لاندې را نه شي، موږ بايد د ګډو ګټو او نظريو لپاره خپلمنځي توپيرونه يوې خوا ته پرېږدو، برابرې سلامشورې دې تر سره کړو او اختلافونه دې کنټرول کړو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ډېويډ سټيلويل د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په يوه وينا کې وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د ستراتيژيکې سيالۍ په حال کې دي او امريکا بايد له چين سره د تماس نيولو لاره بدله کړي او د ايديولوژيو ترمنځ د توپير د کموښت عواملو ته پاملرنه وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د چين پر ټولنيز نظام هم بې ځايه نيوکه وکړه. هوا چون ينګ په دې اړه د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دډېويډ سټيلويل له وينا څخه ښکاري چې ځيني امريکايان د چين په اړه سخت ايديولوژيک تعصب او د سرزورۍ او دوه ګونو معيارونو لرونکي ماغزه لري.

هوا چون ينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا د تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام، پرمختيايي لارې او دولتي وضعيت په برخو کې ډېر توپير لري او دواړه هېوادونه يو بل نه شي بدلولی. له خپل نيت سره سم د نورو هېوادونو د بدلولو په اړه د امريکا فکر غلط دی. امريکا بايد د زغم او برابرۍ په رويه د چين په شمول د نورو هېوادونو د پرمختګ د حقه حقونو درناوی وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای