د سين هوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه دا خبر تر لاسه کړ چې ۶۴ هېوادونه او ۳ نړيوال سازمانونه به د چين د دوهم وارداتي نړيوال نندارتون په دولتي ننداره کې برخه ولري.
دولتي ننداره يعنې د هېواد عمومي ننداره ده او پکې به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پرمختګ حالت او تر لاسه شوي برياليتوبونه وښودل شي. په سږني نندارتون کې به د چين د نندارې غرفه يو ځل بيا جوړه شي او پکې به د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې تر عنوان لاندې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لاسته راوړنې او په نوې زمانه کې نوي فرصتونه وښودل شي.
د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون به د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |