د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د يي وو ښار د کوچنيو توکو ۲۵م نړيوال نندارتون د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د جه جيانګ ولايت په يي وو ښار کې پرانيستل شو. په دغه نندارتون کې څه باندې ۳۷۰۰ نندارځي جوړ شوي چې له نړيوال معيار سره سمون خوري او پکې به د لوړ کيفيت، لوړ تخنيک او لوړ ارزښت لرونکي چيني توليدات نندارچيانو ته وښودل شي او د روسيې، هند او سريلانکا په شمول له ځينو هېوادونو او سيمو څخه راغلي سوداګران يې راجلب کړي دي.
دغه نندارتون په ۱۹۹۵ کال کې پيل شو او په چين کې د خلکو په ژوند کې د اړتيا وړ توکو په اړه لويه پيمانه او اغېزه لرونکي نندارتون ګڼل کېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |