CRI Online

د روسيې او فرانسې ولسمشرانو په ټليفوني خبرو کې د سوريې مسئلې په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-10-22 15:30:23
د روسيې او فرانسې ولسمشرانو په ټليفوني خبرو کې د سوريې مسئلې په اړه بحث وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره ټليفوني خبرې وکړې، دواړو خواوو د سوريې مسئلې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.

د روسيې د کريملين ماڼۍ په ويبپاڼه کې د خبر له مخې، دواړو ولسمشرانو په ټليفوني خبرو کې د سوريې د شمال ختيځ د وضعيت په اړه مشخص بحث وکړ او د سوريې د حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو پر مهموالي يې ټينګار وکړ. پوتين وويل، روسيې د اړوندو خواوو ترمنځ د تبادلې د هڅولو او د ټولو مذهبي ډلو ګټو د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې د دې سيمې وضعيت له ثبات برخمن کړی شي. برسيره پر دې، دواړو خواوو د سوريې د اساسي قانون کمېسيون د لومړۍ غونډې پر مهموالي ټينګار کړی چې د روانې مياشتې په پای کې به ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای