د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د اکتوبر د ۲۱مې نېټې په شپه د کابينې په جوړونه کې د پاتې راتلو اعلان وکړ او د کابينې د جوړولو حق يې بيرته ولسمشر ريوين ريولين ته ورکړ.
نيتانياهو په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې يې دا منلې چې د نوې دورې کابينې په جوړونه کې پاتې راغلې او د کابينې د جوړولو حق يې بېرته ولسمشر ريوين ريولين ته ورکړی دی. د اسرائيلو د ولسمشر دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا تصديق کړې چې ولسمشر ريولين د نيتانياهو لخوا د کابينې جوړونې حق د ورکېدو خبر تر لاسه کړی دی. ولسمشر ريوين ريولين پلان لري چې د کابينې د جوړولو حق د شين او سپين ګوند مشر بني ګانټز ته ورکړي او په راتلونکو دريو ورځو کې به دغه پرېکړه اعلان کړي او ګانټز به د کابينې جوړولو لپاره ۲۸ ورځې ولري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |