د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د سوريې له شمال ختيځ څخه ايستل شوي ۱۰۰۰ امريکايي سرتېري يوازې له عراق څخه لېږدېدلی شي ، دوی په عراق کې د ځای پر ځای کېدو اجازه نه لري .
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له سوريې څخه ايستل شوي امريکايي ځواکونه د عراق کرد سيمې ته د ننوتلو اجازه ورکول شوې ، خو دوی ته اجازه نه ده ورکول شوې چې په عراق کې ځای په ځای شي او دوی به له عراق څخه کډه شي.
د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر د روانې مياشتې په نولسمه نېټه وويل چې څه نا څه ۱۰۰۰ امريکايي سرتېري چې د سوريې له شمال ختيځ څخه وتلي دي، د عراق په لوېديځه سيمه کې به ځای پر ځای شي چې له داعش وسله والو سره مبارزه کې دندې ترسره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |