CRI Online

د سويس فدرالي رئيس يولي ماورير له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-23 10:52:22

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د سويس فدرالي رئيس يولي ماورير د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

ماورير له وانګ يي څخه وغوښتل چې رئيس شي جين پينګ ته د ده نيکې هيلې او سلامونه ورسوي. هغه وويل چې د چين او سويس اړيکې په سالم ډول وده کړې او تل د اروپا او چين اړيکو کې مخکښ پاتې شوی.سويس د چين د پرمختګ سترو لاسته راوړنو ستاينه کوي او د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز بشپړ ملاتړ کوي.باور لري چې دغه وړانديز به د چين او اروپا ترمنځ همکاريو لپاره د پل په توګه کار وکړي ، د چين او اروپا د همکارۍ کيفيت لوړولو کې به مرسته وکړي او د سويس او اروپا لپاره به د پام وړ فرصتونه راوړي.

وانګ يي ماورير ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړلې او ويې ويل ،چين غواړي راتلونکی کال له سويس سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې د همکارۍ او بريا ازاده روحيه پرمخ يوسي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ کچې ته وده ورکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای