CRI Online

د بېجينګ د علمي تکنالوژۍ په اړه د صنعتي چارو نړيوال نندارتون کې ډېر نوښتي برياليتوبونه ښودل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-25 16:46:43

د بېجينګ د علمي تکنالوژۍ په اړه د صنعتي چارو نړيوال نندارتون کې ډېر نوښتي برياليتوبونه ښودل کېږي

شين جينګ باو ورځپاڼې خبر ورکړی چې د بېجينګ د علمي تکنالوژۍ په اړه د صنعتي چارو ۲۲م نړيوال نندارتون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د بېجينګ د نړيوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانيستل شو. دغه نندارتون د تکنالوژۍ د نوښتي مرکز جوړونې او هڅونې او د صنعتي چارو د لوړ کيفيت پرمختګ د لارښوونې تر عنوان لاندې ترسره کېږي او عمومي پراخوالی يې ۳۸ زره متره مربع دی. په دغه نندارتون کې د ځيرکتيا، 5Gتکنالوژۍ او د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو په شمول يو لړ نوې تکنالوژۍ ښودل کېږي.

د ۱۹ هېوادونو او سيمو څخه راغلي څه باندې شل پلاوي او څه دپاسه ۱۲۰۰ سوداګر په دغه نندارتون کې برخه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای