CRI Online

د چين لخوا د جوړ شويو مسافروړونکو لويو الوتکو( C919) په لړ کې دا ځل پنځمې الوتکې ازمايښتي الوتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-25 16:57:06

د چين لخوا د جوړ شويو مسافروړونکو لويو الوتکو( C919) په لړ کې دا ځل پنځمې الوتکې ازمايښتي الوتنه وکړه

د چين لخوا د جوړ شويو مسافر وړونکو لويو الوتکو( C919) په لړ کې دا ځل 105 نمبر لرونکې پنځمې الوتکې د اکتوبر د ۲۴مې نېټې د سهار په لسو بجو د شانګهای له پودونګ نړيوال هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه او تر يو ساعت ۳۷ دقيقو الوتنې او د دې الوتکې د بېلا بېلو سيستمونو تر ارزيابۍ څارنې او کنټرول وروسته په يوولسو بجو او ۳۷ دقيقو په هوايي ډګر کې عادي ناسته وکړه. دغه راز د دغې الوتکې لومړۍ ازمايښتي الوتنه ترسره شوې ده.

د C919 ډول الوتکه په چين کې د نړيوالو مقرراتو له مخې نوې جوړه شوې لومړۍ ملکي الوتکه ده او چين يې پوره د پوهنې حاکميت لري. تر دې مخکې د دې ډول څلورو نورو الوتکو ازمايښتي الوتنې په جلا جلا توګه د چين په شي ان، شان دونګ او جيانګ شي ولايتونو کې ترسره کړې وې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای