د يوی ليانګ دي په نوم کلی د شينجيانګ د موري سيمې په قزاقي ولسوالۍ کې پروت دی او په چين کې يو عنعنوي کلی دی. په دغه کلي کې د هان قوم ځانګړې ودانۍ او بشپړ قومي کلتور ساتل شوی دی. ځايي حکومت په تېرو وروستيو کلونو کې د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه کړي او نه يوازې يې شينجيانګي سيلانيان راجلب کړي، بلکې ځايي وګړيو د کرهنيزو چارو او خدمتي چارو له پيوستون او پرمختګ څخه هم ګټې اخيستې دي.
يان شيانګ فو د دغه کلي اوسېدونکی دی. هغه په لومړۍ ډله کې شامل و چې د ځايي حکومت تر لارښوونې لاندې يې کورني هوټل جوړ کړ او د اړوندو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره فو جيان او جه جيانګ ولايتونو ته لاړو. اوس هغه په سيلانيزو چارو لګيا دی او عايدات يې د پخوا په نسبت تر ډېرې اندازې پورې زيات شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |