CRI Online

لي که چيانګ به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو د شورا په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-25 17:27:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د ازبکستان د جمهوريت د صدراعظم عبدالله عاريپوف او د تايلنډ د صدراعظم پرايوت چان اوچا په بلنه د نومبر له لومړۍ نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې د ازبکستان په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو د شورا په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړي او له ازبکستان څخه به رسمي ليدنه وکړي.د دې ترڅنګ هغه به د تايلنډ په بانکاک کې د چين او جنوب ختيځې اسيا د ټولنې د مشرانو ترمنځ په ۲۲مه غونډه کې،د دې ټولنې، چين،جاپان او د کوريا جمهوريت په ۲۲مه سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او ورپسې به له تايلنډ څخه رسمي ليدنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای