CRI Online

شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د چين د پېژندنې نړيوالې غونډې کې د بهرنيو ګډونوالو له استازو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-25 19:25:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د پېژندلو په نوم نړيوالې غونډې کې د بهرنيو ګډونوالو له استازو سره وکتل او عکسونه يې واخيستل. هغه هيله وښودله چې دوی له چين سره د نظر تبادلې پياوړې کړي او په رښتيني توګه چين وپېژني تر څو چين او بهرني هېوادونه يو له بل څخه لازيات معلومات تر لاسه کړي.

يانګ جي څه او وانګ يي هم په دې کتنه کې ګډون کړې و.

د چين پېژندنې نړيواله غونډه د چين د دولتي نوښت او پرمختيايي ستراتيژۍ د څيړنيزې ټولنې، چين د ډيپلوماتيکې ټولنې او د ۲۱مې پېړۍ د شورا له خوا په ګډه جوړه شوې چې د سږنۍ غونډې عمده موضوع يې د اقتصاد د نوي پړاو نړيوال کېدل او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بيا پيل وه. څه باندې دېرشو مشهورو سياستوالو، اړوندو پوهانو، عالمانو او صنعتګرو ګډون کړی و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای