د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال د (( چين پېژندنې )) په نوم د ګوانګ جو ښار نړيواله غونډه د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په دغه ښار کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
تر اوسه پورې د (( چين پېژندنې )) نړيواله غونډه په بريالۍ توګه درې دورې تر سره شوې دي. سږکال د څه باندې ۳۰ نړيوال مشهورو سياستوالو، ستراتيژيستانو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو په شمول تقريباً ۶۰۰ تنو پکې ګډون کړی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |