د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د ۲۰۱۹ کال د نړيوالو ځوانانو ساينسپوهانو سرمشريزه غونډه د جه جيانګ ولايت په اون جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
د ۲۰۱۹ کال د نړيوالو ځوانانو ساينسپوهانو سرمشريزه غونډه د دې هېواد د ساينس او تکنالوژۍ ټولنې او د جه جيانګ ولايتي حکومت لخوا جوړه شوې ده، چې د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په اون جو ښار کې تر سره کېږي. د نوبل جايزې د ګټونکو، بهرنيو اکاډميسنانو او کارپوهانو، د مشهورو ځوانانو ساينسپوهانو د استازو او د نړيوالو تخنيکو سازمانونو مسئولينو په شمول تقريباً ۸۰۰ تنو پکې ګډون کړی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |