CRI Online

په افغانستان کې د چين لنډ مهالي شارژدافير وانګ دا شوی د افغانستان د بهرنيو چارو له سياسي مرستيال ادريس زمان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-26 16:17:47

په افغانستان کې د چين لنډ مهالي شارژدافير وانګ دا شوی د اکتوبر په ۲۴مه نېټه

د افغانستان د بهرنيو چارو له سياسي مرستيال ادريس زمان سره وکتل. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير په شمول د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه. د افغانستان د بهرنيو چارو د درېيمې سياسي څانګې مشر سلطان احمد بهين هم په ياده ليدنه کې ګډون درلود.

وان دا شوی وويل چي چين او افغانستان ښه ګاونډيان او ښه همکاران دي ، دوی تل د يو بل ملاتړ کوي او د اصلي ګټو په مسئلو کې له يو بل سره مرسته کوي. چين د افغانانو تر لارښوونې لاندې د سولې روغې جوړې ټولشموله بهير څخه ملاتړ کوي او غواړي د افغانستان د بېلا بېلو خواوو هيلو ته د درناوي پر اساس د بېلابېلو ډلو ترمنځ د خبرو اترو او د سولې روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره اړينې مرستې او اسانتياوې برابرې کړي.

ادريس زمان وويل چې افغانستان د يو چين پيژندنې پر اصل ټينګار کوي او دا دريځ به نه بدلېدونکی وي. موږ د خپل ملي شرايطو او اړتياوو سره سم د ملي يووالي د ساتنې او ملي پرمختګ ته وده ورکولو لپاره د چين د هڅو ملاتړ کوو.افغانستان په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکاريو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په افغانستان کې د سولې بهير د پرمخبيولو او د سيمه ييزې سولې او ثبات په ټينګښت کې د چين له مهم رول څخه مننه کوي او غواړي په دې برخه کې له چين سره نژدې همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای