CRI Online

چین روسې امریکا او پاکستان د افغان مسئلې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-26 16:21:00

د چین روسیې او امریکا د دریو هیوادونو استازیو د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په مسکو کې د افغان مسئلې په اړه څلورمه سلامشوره وکړه. د دې ترڅنګ د چین روسیې امریکا او پاکستان د څلورو هیوادونو استازیو هم دوهمه غونډه وکړه. دغو څلورو خواوو په لاندینیو ټکیو موافقه وکړه:

لومړی، د جګړې پای ته رسول او دایمي سوله د افغانانو پراخه او د زړه له کومې غوښتنه ده.

دوهم، څلورو خواوو اوسنی حالات او اړوند سیاسي او دیپلوماتیک کوششونه په غور کې نیولي دي.

درېیم، څلورواړه خواوې په دې نظر دي چې د افغانستان دایمي سوله یوازې د خبرو اترو له لارې رامنځته کیدای شی.

څلورم، چین روسیه او پاکستان له دې نه ملاتړ کوي چې امریکا او طالبان باید ژرترژره مذاکرات بیا پيل کړي او موافقې ته دې ورسیږي ترڅو د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لار هواره کړي.

پنځم، څلورواړو خواوو ژمنه وکړه چې د افغان حکومتي مشرانو، اړوندو سیاسي ډلو او طالبانو ترمنځ د هراړخیز سوله ییز تړون لپاره کوشش وکړي ترڅو د افغانانو ګټې وساتي او د سیمه ییز ثبات او نړیوال امنیت لپاره خدمت وکړي.

شپږم، څلورواړو خواوو د زورزیاتي د کمښت غوښتنه وکړه.

اووم، څلورواړه خواوې هیله لري چې د بین الافغاني خبرو اترو په موده کې دې اوربند رامنځته شي.

اتم، څلورواړو خواوو غوښتنه وکړه چې افغان حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کې یو د بل یوه اندازه بندیان خوشي کړي.

نهم، څلورواړو خواوو دا تکرار کړه چې هر سوله ییز تړون کې باید د ښځو، ماشومانو، ملي لږکیو او خلکو د حقوقو ساتل شامل اوسي او باید د اقتصاد، ټولنې، سیاست، قوانینو او پرمختګ په اړه د خلکو سختو هیلو ته ځوابونه ورکړی شي.

لسم، څلورواړو خواوو غوښتنه وکړه چې د نورو هیوادونو په مقابل کې له افغانستان څخه د القاعدې، داعش او ختیځ ترکستان غورځنګ له استعمالولو څخه دې ډډه وشي.

یوولسم، څلورواړو خواوو بیا په افغانستان کې د نشه یي توکو پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

دوولسم، څلورواړه خواوې له ټولو هیوادونو څخه ملاتړ کوي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

دیارلسم، د دې هرکلی کیږي چې چین په بیجینګ کې د بین الافغاني غونډې کوربتوب کوي او افغان حکومت، د سیاسي ګوندونو مشرانو او طالبانو ته دعوت ورکوي.

څوارلسم، په آینده کې په دې مشورتي میکانیزم کې نورو اړوندو خواوو ته دعوت ورکول باید د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۵مه نېټه په مسکو کې د دریو خواوو د موافقې پر بنسټ ترسره شي.

پنځلسم، له روسیې څخه مننه کوي چې د چین روسیې امریکا او پاکستان د څلوراړخیزې غونډې کوربتوب یی وکړ. د راتلونکې غونډې وخت او ځای به د دېپلوماتیکو چینلونو له لوري وټاکل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای