CRI Online

بهرني تصدۍ د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون ته سترګې په لار دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-28 15:17:23

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د اټکل له مخې په دغه نندارتون کې به د تازه خپارو شويو توليداتو او نويو تکنالوژيو شمېر د تېرې دورې په پرتله زيات وي. زياتې تصدۍ چې په دغه نندارتون کې يې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، د دې نندارتون له لارې په چيني بازارونو کې د خپلې سوداګرۍ د پياوړتيا هيله لري.

د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې به د تصديو او سوداګرۍ په برخه کې د خدمتي سوداګرۍ، موټرونو، ماشينونو او سامانونو، د تکنالوژۍ ژوند، باکيفيه ژوند، طبي الاتو او درملو، خوراکي موادو او کرهنيزو توليداتو په شمول ۷ نندارځي شامل وي.

د اېل اوريل (L'ORÉAL) په نوم فرانسوي شرکت د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی و او هم يې اوس د روان کال په نندارتون کې د ګډون لپاره نوم ثبت کړی دی. په چين کې د دغه شرکت مرستيالې مشرې لان جن جن وويل، دا احساس لرو چې دغه نندارتون غواړي د تصديو او بازارونو لپاره نوې لارې چارې پيدا کړي او عملي کړي او د نړيوال کېدو جريان او ګډې ګټې وهڅوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۵۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۰۰۰ تصديو په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون تاييد کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای