CRI Online

پر خپلې لارې ټينګار کول د چين د صنعتي نوښت کلي ده

cri     (GMT+08:00) 2019-10-28 15:51:18

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په دې وروستيو ورځو کې د بلوکچاين ( Blockchain) تکنالوژۍ د پرمختيايي وضعيت او تمايل په اړه د زده کړې ناسته تر سره کړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې دغه تکنالوژي د مرکزي تخنيکونو په خپلولو او نوي کولو کې مهم رول لوبوي او د دغې تکنالوژۍ او اړوندو صنعتي چارو د پرمختګ لپاره دې هڅې وشي.

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د ياد خبر په اړه يوه لنډه تبصره خپره کړه. په دغه تبصره کې ويل شوي چې د تکنالوژۍ نوښت د چين د باکيفيته پرمختګ په لاره کې ډېر مهم ځواک دی. د چين د واکمن ګوندمرکزي غړو د بلوکچاين تکنالوژۍ زده کړې کړې چې دا ښکاري چې اړوندې څېړنيزې پروژې او نتيجې به ژر په چين کې عملي شي.

له تېرو تجربو څخه ښکاريږي چې چين د انټرنيټي اقتصاد، بيګ ډېټا، کلاوډ کمپيوټرينګ او نويو انرژيو په برخه کې نه يوازې خپله لار پيدا کړې بلکې په نړۍ کې مخکښ شوی. پر خپلې لارې ټينګار کول د چين د صنعتي نوښت کلي ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای