CRI Online

د بېجينګ د دا شينګ نړيوال هوايي ډګر په پرانيستلو سره، د مسافرو او سيلانيانو لپاره کورني او بهرني سفرونه نور هم اسان شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-28 16:07:53

د بېجينګ د دا شينګ نړيوال هوايي ډګر په پرانيستلو سره، د مسافرو او سيلانيانو لپاره کورني او بهرني سفرونه نور هم اسان شول

د بېجينګ دا شينګ نړيوال هوايي ډګر د اکتوبر په ۲۵مه نېټه تر ازموينې وروسته په رسمي ډول پرانيستل شو.

د روانې مياشتې په ۲۷مې نېټې د نهو هوايي شرکتونو پروازونه د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر څخه دا شينګ نړيوال هوايي ډګر ته وليږدول شول او په همدې ورځ په لومړي ځل له ياد هوايي ډګر څخه بهرنيو هېوادونو او هانکانګ، مکاو او تايوان ته د تګ راتګ هوايي پروازونه پيل شول.

بهر ته د سيلانيانو د تګ په برخه کې، دغه نړيوال هوايي ډګر د ګمرکي او امنيتي څارنې په برخه کې پوره اسانتياوې راوستلي او سيلانيان يوازې يو ځل خپل توکي څارنې ته وړاندې کوي، چې په دې سره د دوی ډېر وخت سپمول کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای