CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په نوم د چين او د کاربين سمندر پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ همکاريزه غونډه د ګرينادا په پلازمينه سن جرج کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 10:24:32

د يو کمربند او يوې لارې په نوم د چين او د کاربين سمندر پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ همکاريزه غونډه د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د ګرينادا په پلازمينه سن جرج کې پرانيستل شوه. د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې د سرمنشي مرستيال سو وي او د کرينادا د بهرنيو چارو وزير پيټر دېويډ ګډون درلود.د انتيګوا او باربودا، باربادوس،باهامااو دومينيکن په شمول د کاربين سمندر پر غاړه د پرتو يوولسو هېوادونو لوړ پوړيو استازو او په ګرينادا کې د چين لوی سفير جاو يونګ چن هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

د ګرينادا د بهرنيو چارو ويز دېويډ په خپلو خبرو کې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وستايه او ويې ويل چې دغه غونډه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه د يادو هېوادونو او چين ترمنځ د همکارۍ لپاره مهم اهميت لري. هغه هيله وښودله چې د کاربين پر غاړه پراته هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې له چين سره همکارۍ زياتې کړي تر څو ګډ پرمختګونه ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای