CRI Online

رئيس شي جين پينګ به د چين د دوهم وارداتي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 14:45:36
رئيس شي جين پينګ به د چين د دوهم وارداتي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه يوه خبري ناسته جوړه کړه او پکې د چين د وارداتي نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کمېټې د دفتر مشر او د سوداګرۍ مرستيال وزير وانګ بين نان د چين په دوهم وارداتي نړيوال نندارتون کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په هکله مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي وانګ بين نان وويل، د چين دوهم وارداتي نړيوال نندارتون به د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر په پنځمه نېټه د دغه نندارتون او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي. د دغه نندارتون په موده کې به رئيس شي جين پينګ د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره ليدنې ولري. نوموړي زياته کړه چې د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو د سياست، اقتصاد او پوهنې شخصيتونه او د ځينو نړيوالو سازمانونو استازي به په دغه نندارتون کې برخه ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای