CRI Online

په شانګهای کې د نړۍ د غوره ساينس پوهانو دوهم فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 14:58:08
په شانګهای کې د نړۍ د غوره ساينس پوهانو دوهم فورم پرانيستل شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړۍ د غوره ساينس پوهانو دوهم فورم د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، ساينس او تکنالوژي د انسانانو ارزښتناک نوښتي عملونه دي، د ساينس او تکنالوژۍ پرمختګ بايد د نړيوالو فکرونو او د زمانې تمايل په لرلو سره ترسره شي. چين غواړي د ساينس څېړنې د پياوړتيا، د علمي همکارۍ د نږديوالي، د علمي تکنالوژۍ پرمختيا د هڅونې او له ننګونو سره د مقابلې په برخو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی چې چين د علمي تکنالوژۍ عصري پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او په ګرده نړۍ کې يې د علمي تکنالوژۍ همکارۍ هڅولي دي. چين به د علمي تکنالوژۍ د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره لا خلاصه رويه غوره کړي. نوموړي هيله ښودلې چې د دغه فورم ګډونوال به تر دې عنوان لاندې (( علمي تکنالوژۍــ د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې لپاره)) د بنسټيزې علمي تکنالوژۍ پرمختګ وهڅوي، نړيوالې همکارۍ به پياوړې کړي او د ځوانانو له ودې څخه به ملاتړ او د انسانانو د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره په ګډه خدمتونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای