امريکا څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د امريکايي پوځ د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ځان والوځاوه. ور پسې د روسيې د دفاع وزارت وويل چې روسيې داسې کره مالومات نه دي تر لاسه کړي او د امريکا د يادو عملياتو په اړه يې شک څرګند کړ. په عين وخت کې د نورو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو دولتي چارواکو د امريکا د يادې څرګندونې په اړه محتاطه رويه غوره کړې ده.
د نړيوالې ټولنې تر څو کلنو ګډو کوښښونو لاندې، داعش ډلې د روان کال په مارچ کې خپله وروستۍ اډه له لاسه ورکړه او د له منځه تلو په حال کې ده. په داسې حال کې چې د داعش ډله کمزورې شوې، نو د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي بايد هرومرو ووژل شي. که دغه ځل د ده د مړينې خبر تصديق شي، نو دا به د داعش لپاره يو لوی ګوزار وي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره به د نړيوالې ټولنې باور نور هم زيات شي. خو په عمومي توګه ويل کېږي چې په منځني ختيځ کې د ترهګرۍ پر ضد مبازره لا هم يوه سخته او دايمي دنده ده.
هر هېواد په خپل ځان د ترهګرۍ له ګواښ څخه ډډه نه شي کولای. نړيواله ټولنه بايد دوه ګوني معيارونه پرېږدي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي، تر څو د ترهګرۍ پر ضد اغېزمنه مبارزه ترسره کړي. د افغانستان د دفاع وزارت لومړي مرستيال وزير ډګر جنرال محمد ضيا ياسين ويلي چې ((کله چې ګرده نړۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ګډه رويه، ادعا او دريځ غوره کړي، نو دغه مبارزه به ارزښتناکه وي. ))
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |