CRI Online

د سی ان ان په قطر کې خبري رسنيو د بې احساسه پوښتنې وړاندې کولو مخکې له مخکې پر چين د تور لګولو خيالي ځواب جوړ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 17:24:35

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، څه موده مخکې د بريتانيا په يو باروړنکی موټر کې ۳۹ مړي پيدا شوي، خو په دې هکله د امريکا د سي ان ان خبريال د چين د بهرنيو چارو وزارت له وياندې څخه بې احساسه پوښتنه وکړه چې لمسوونکی، بد نيت او پټه مانا لرونکی نظر په کې شتون لري، خو بشري احساسات پکې بېخي نه شته. د دغې پيښې په هکله د سي ان ان په خبر کې حقيقت پريږدی او په ايډيالوژي کې دوه ګوني معيارونه نيول کېږي.

د اسيا ۳۹ مړي په باروړونکي موټر کې پيدا شوي چې په وروستۍ يوې اونۍ کې تر ټولو د پاملرنې وړ پيښه ده. ډېر زيات شمېر خلک د دغې پيښې په هکله حيران دي، خو کله چې د دغو مړه شويو کسانو تابعيت او د دوی د مړه کېدو لامل لا هم نه دی تصديق شوی، د بريتانيا خبري رسنيو په خپله دا تصديق کړې چې دغه مړه شوي کسان چينايان دي. سي ان ان هم د شواهدو لرلو په شان د چين د بهرنيو چارو وزارت له وياندې څخه پوښتنه کړې چې ولی چيني اتباع د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په وخت کې له افراطي لارې له چين څخه وتلي دي؟ دوی ثابته کړې نه ده چې دغه کسان چينايان دي که نه، خو له حقيقت څخه يې تېری کړی او په مستقيمه توګه يې دغه خبر وايي چې په غير قانوني ډول د اختطاف کولو کړنې او يو هېواد تر منځ اړيکې يې جوړې کړې او د نيزې څوکه د يو هېواد نظام ته نيولې ده. د سي ان ان په استازيتوب ځينو لويديځو خبري رسنيو د زړه له کومې دا هيله لري چې دغه مړه شوي کسان چينايان دي. ځکه چې دا به دوی ته پر چين د تور لګولو پلمه په لاس ورکړي.

د لويديځو خبري رسنيو په سترګو کې چين اصلي جرمونه لري. په چين کې هره ټولنيزه مسئله د چين تېروتنه ده. که له چين سره اړيکې جوړېدای شي او پر چين تور لګولی شي، دوی حتماٌ به په دې هکله لمسوونکی کړنې تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای