CRI Online

جنوبي قطب ته د چينايانو د سفر زياتوالی دا څرګندوي چې د چينايانو د نيکمرغو کچه زياته شوې ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 19:45:39

جنوبي قطب ته د سفر د نړيوالې ټولنې(IAATO) د شمېرنې له مخې، په ۲۰۰۸ کال کې جنوبي قطب ته د سفر کوونکو چينايانو شمېر تر ۱۰۰ ټيټ و، خو په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې ۸۲۰۰ ته رسېدلی دی. چين دوهم لوی شمېر جنوبي قطب ته سيلانيان لري، او ممکنه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د امريکا پر ځای جنوبي قطب ته لوی شمېر سيلانيان ولري.

بهر ته سفر کول د چينايانو د مصرف له تودو پروګرامونو څخه دی. بهر ته د مسافرينو د شمېر په برخه کې او بهر ته د سيلانې د لګښت په برخه کې چين په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. جنوبي قطب ته د سيلانيزو مسافرينو شمېر په دوامدار ډول د زياتېدو په حال کې دی، ترې دا معلومېږي چې چيني مسافرين ځانګړو سيلانيزو تجربو او د ژوند ښه کيفيت ته زياته پاملرنه کوي، د چينايانو نيکمرغي، لاس ته راوړنې، امنيت او رضايت زيات شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای